په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموريت يا یوناما مرستیالې مټه نوډسن ويلي، د نجونو پر زده کړو بنديز به د افغانستان راتلونکي نسلونه اغيزمن کړي. هغې دغه راز زياته کړې چې دې اړه د افغانستان د ا.ا د چارواکو پرېکړه ښايي د بېوزلۍ د پراخيدو سبب هم شي. مېرمن نوډسن چې د اروپا او نړیوالو چارو انسټیټیوټ يوې انلاین غونډې ته وينا کوله وويل، د ا.ا د حکومتولۍ چارې څرګندې نه دي او لويې پرېکړې يې د کابينې پر ځای بل چيرته کیږي. د يوناما د دې چارواکې څرګندونې په داسې حال کې دي چې د پوهنې وزارت د روان لمريز کال په پيليدو سره په ټول هېواد کې د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه کړې وه، خو له خپلې ژمنې هغه مهال په شا شول چې نجونې د خپلو ښوونځيو دروازو ته ورسېدې. د پوهنې وزارت ويلي، دوی د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره بشپړ چمتووالی لري خو په دې برخه کې د خپل مشر امر ته په تمه دي. د ا.ا دا دريځ په کور د ننه او نړيواله کچه له پراخو توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
































