د امريکا متحدو ايالتونو هند ته خبرداری ورکړی چې که له روسيې سره لاس يو کړي نو درنه بيه به پرې کړې. د امريکا د ولسمشر جو بايډن ستر اقتصادي سلاکار او د سپينې ماڼۍ د اقتصادي شورا مدير براين ديز ويلي، هند ته يې خبرداری ورکړی چې له روسيې خپله لاره بېله کړي. هغه ويلي پر اوکراين د روسيې د بريدونو په اړه د نوي ډيلي ځينو غبرګونونو د متحدو ايالتونو چارواکي نهيلي کړي دي. ديز زياته کړې، نوي ډيلي ته یې ويلي چې له مسکو سره ستراتيژيکه ملګرتيا د هند لپاره درنې او اوږدمهالې پايلې درلودلی شي. د امريکا خبرداری په داسې حال کې دی چې هند پر مسکو د نړيوالې ټولنې بنديزونه له پامه غورځولي او له بنديزونو سره سره يې له روسيې د تيلو وارداتو ته دوام ورکړی دی.
































