د وروستیو راپورونو له مخې دمګړی په امریکا کې ۱۵۲۷۶۶۴ کسان په کرونا اخته شوي دي. له دې ډلې ۹۰۹۸۷ کسان تر دې دمه په امریکا کې کرونا مړه کړي دي. په ټوله نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر ۴۸۰۱۸۷۵ کسانو ته رسېدلی دی. کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې ۳۱۶۶۷۱ کسان مړه کړي دي. تر امریکا وروسته ډېرې مثبتې پېښې په روسیه کې دي. په دغه هېواد کې تر دې دمه ټولټال ۲۸۱۷۵۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د مړو شوو کسانو شمېر پکې ۲۶۳۱ ته رسېدلی دی. تر امریکا وروسته ډېر خلک په برېتانیا کې د کرونا له امله مړه شوي دي. په دغه هېواد کې د مړو شمېر ۳۴۶۳۶ کسانو ته رسېدلی دی.
































