د افغانستان ا.ا د کابل په هوايي ډګر کې د قطري پوځيانو حضور رد کړی دی. د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د کابل په ګډون د ټولو هوايي ډګرونو مسووليت د افغان پوځيانو پر غاړه دی او په هيواد کې د هيڅ بهرني هيواد پوځيان حضور نه لري. د مجاهد دا غبرګون تر هغې وروسته دی چې پرون په خواله رسنيو کې د شاوخوا شلو قطري پوځيانو ويډيو خپره او ادعا وشوه چې د کابل په هوايي ډګر کې پر تمريناتو بوخت دي. بي بي سي فارسي ته د هوايي چلند ادارې يوه چارواکې منلې وه چې ياد پوځيان له پنځو مياشتو راهيسې د کابل په هوايي ډګر کې مېشت دي او د قطر د تخنيکي ټيم د امنيت ساتلو مسووليت پر غاړه لري.
































