د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزارت وايي، په روانه میاشت کې څه باندې ۱۹زره افغان کډوال له ایرانه هيواد ته راستانه شوي دي. د ياد وزارت چارواکو ويلي چې يوازې د وري مياشتې په دويمه اونۍ کې ۱۴ زره او ۴۸۱ کډوال د هرات د اسلام قلعې بندر له لارې هيواد ته راستانه شوي چې له ډلې يې ۴۸۶۲ تنه په اجباري او پاتې په اختياري ډول افغانستان ته راغلي دي. ويل کيږي چې په راستنو شويو کډوالو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي. په ورته مهال يوازې تېره سه شنبې ۴۸۹۶ تنه د نيمروز له لارې افغانستان ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۴۳۹۹ تنه په اجباري توګه له ايرانه را ايستل شوي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا (UNHCR) په وروستيو کې ويلي چې افغانستان کې د سختو اقتصادي ستونزو له کبله تېر کال څه کم ۵۰۰ زره تنه ايران ته کډوال شوي وو.































