عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا ۴۰۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۷۰۷۲ تنو ته ورسېد. دغه وزارت وايي، په تېرو څلوریشت ساعتونو کې یې ۸۵۸ مشکوکې پېښې څېړلې دي چې ۴۰۸ یې مثبتې وې. د نویو ثبت شوو پېښو له ډلې ډېری یې په کابل، بلخ، تخار، خوست، پروان او پکتیا ولایتونو کې دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳ تنه ددې ناروغۍ له کبله مړه شوي او ۲۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي. په ټول هېواد کې د کرنا ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۲تنو ته رسېدلی دی.
































