د بهرنیو چارو وزارت وایي چې نن د دغه وزارت دویم سیاسي ریاست مشر فیضان الله ناصري په کابل کې د ایران د سفارت له مسوولینو سره کتلي دي او په ایران کې یې د افغان کډوالو سره د یاد هېواد د سرحدي ځواکونو د ناسم چلند په اړه ورسره خپله اندېښنه شریکه کړې ده. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، بهرنيو چارو وزارت په دې اړه د افغانستان د حکومت او ولس اندیښني او احساسات له ایراني لوري سره شریک کړي دي څو یې خپلو لوړ پوړو مقاماتو ته ورسوي. سرچینه کاږي چې په غونډه کې دغه راز د داسې کړنو پر مخنیوي ټینګار شوی چې د دواړو هېوادونو او ملتونو د خوا بدۍ لامل کېږي.
































