د پاکستان سترې محکمې د پارلمان د منحل کیدو په اړه ددغه هیواد د ولسمشر عارف علوي پریکړه رد کړه او د شنبې په ورځ یې د لومړي وزیر عمران خلاف پر ضد د نه باور رایو کارولو امر وکړ. د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو اتحاد د لومړي وزیر عمران خان پر ضد په پارلمان کې د نه باور قرارداد وړاندې کړی و، او ادعا یې کړې وه، چې له دوی سره د وکیلانو اکثریت و. دغه راز د عمران خان یو شمیر متحدینو هم له اپوزیسیون سره لاس یو کړی و. خو د تیرې یکشنبې په ورځ چې باید په پارلمان کې د نه باور رایه اچول شوې وای، د پاکستان د قامي اسامبلۍ مرستیال قاسم سوري دغه قرارداد رد او د قانون خلاف یې وباله. سترې محکمې د پارلمان د مرستیال لخوا د ملي اسامبلې پریکړه د اساسي قانون خلاف بللو تر څنګ حکم صادر کړ چې پارلمان باید د همدې روانې اپریل د میاشتې په ۹مه نیټه د نه باور د رای ګیرۍ لپاره غونډه دایره کړي. که چیرې عمران خان د شنبې په ورځ د باور رایه ترلاسه کولو کې ناکام شو، نو دا پوزیسیون ګوندونو کاندید شهباز شریف چې د مسلم لیګ ګوند مشر هم دی، بیا د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شي.
































