د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فخرالدین عمیر سرپلي وايي، چې د ا.ا د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر چې پرون د یوه پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته ورغلی و د قشقري د نفتو د حوزې پرانیسته وکړه. د هغه په وینا، اوسمهال د قشقري په سیمه کې د نفتو ۱۰ څاګانې شته چې له دې ډلې ۹ څاګانې يې فعالې دي او له دې وروسته ورڅخه نفت استخراجېږي. سرپلي وایي، د قشقري د نفتو پر کان د کار پیل سره به هره ورځ شاوخوا ۱۵۰زره ډالر عواید ترلاسه کېږي او دا د ا.ا لپاره لویه لاسته راوړنه ده.
































