اروپایي پارلمان په افغانستان کې د نجونو له شپږم د پورته ټولګيو په پيل کې د ځنډ پرېکړه غندلې او له چارواکيو یې غوښتي چې په دې تړاو خپلې ژمنې پلې کړي. د اروپایي پارلمان وکیلانو په یوه خوله د افغانستان له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د نجونو د تعلیم په تړاو له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې عملي کړي او ښوونځي دې پرانیزي. سرچینې زیاته کړې چې دافغانستان سرپرست حکومت دې د نجونو د زده کړو پر وړاندې ټول محدودیتونه لرې کړي . په خبرپاڼه کې راغلي، د اروپايي پارلمان وکیلانو ویلي چې په افغانستان کې د حکومت بدلیدلو سره د ښځو او نجونو وضعیت خراب او د اندیښنې وړ شوی . سرچینې ویلي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو بنسټیز حقوق هم تر پښو لاندې شوي دی. اروپایي پارلمان دغه راز د هغو افغان نجونو او ښځو ستاینه کړې چې د خپلو حقوقو لپاره لاریونونه کوي.
































