د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند په تړاو په کابل کې د ایراني سفارت چارواکي احضار کړي دي. په قطر کې د ا.ا د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم، ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي ریاست مشر، فیضان الله ناصري، د ایراني سفارت له چارواکو سره پر دې موضوع غږېدلی دی. د ا.ا د ویاند په خبره، ناصري په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایراني پوله ساتو ځواکونو لخوا د ناوړه چلند په اړه خپله اندېښنه له ایراني استازو سره شریکه کړې چې خپلو لوړپوړو چارواکو ته یې ورسوي. په دې وروستیو کې ایراني حکومت ځینې افغان کډوال له خپل هېواده په زور ایستلي دي.
































