د غزني ولایت مقام وايي چې په ننني برید کې ۴۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ولایت مقام له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې وسله والو له هاموې ټانک په استفادې په غزني ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو پر ۷۰۳ ځانګړې قطعې برید کړی دی. د سرچینې په خبره په پېښه کې د ملکي وګړو په ګډون ۷ کسه وژل شوي او تر څلوېښتو پورې نور ټپیان دي. د غزني د عامې روغتیا ریاست بیا وايي چې د پېښې له سیمې ټول وروړل شوي ټپیان نظامي کسان دي. وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغه برید مسوولیت منلی دی او د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا یې کړې ده.
































