د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت اعلان کړی چې سږ کال به له ټولې نړۍ څخه یو میلیون مسلمانان د حج فریضه ادا کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا له امله په تېرو دوو کلونو کې له سعودي دننه څخه یواځې څو زره کسانو د حج فریضه ادا کوله. د سعودي دولتي اژانس د حج او عمرې وزارت د خبرپاڼې په حواله خبر ورکړی چې راتلونکي حج کې به له سعودي او نورو هېوادونو څخه یو میلیون مسلمانان د حج فریضه ادا کوي. سرچینې زیاته کړې، دوی ډېره هڅه کوي چې له ټولې نړۍ څخه زیات مسلمانان په ښه فضا کې د حج مراسم ترسره او د نبوي ص له زیارت څخه لیدنه وکړي. د سعودي د حج او عمرې وزارت ویلي چې د زیارت کوونکو امنیت او روغتیا دوی ته ډېر ارزښت لري او غواړي چې دا مراسم په ښه فضا کې ترسره شي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د راتلونکي حج مراسمو کې به د اړوندو هېوادونو د سهمیې سره سم مسلمانان ګډون کوي. دغه وزارت زیاته کړې، کوم کسان چې له نورو هېوادونو سعودي ته د حج فریضې لپاره راځي، باید د کرونا منفي ټېسټ له ځانه سره ولري.
































