په ایران کې له یو شمېر افغان کډوالو سره د ایران د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلند ځينې ویډیوګانې رسنيزې شوي او خلکو توند غبرګونونه ورته ښودلي. په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیو ګانې پر افغان کډوالو د ایراني ځواکونو د شکنجې او ښکنځلو حالت بیانوي. د عامو افغانانو تر څنګ يو شمېر مشهورو څېرو په دې اړه توند غبرګونونه ښودلي او د ایران له چارواکو یې غوښتي، چې افغان کډوالو سره انساني چلند وکړي. تېره اوونۍ د سې شنبې په ورځ د ایران په مشهد ښار کې د ایران د یوه مذهبي مشر امام رضا په زیارت کې یوه کس پر درېيو ایراني ملایانو د چاقو ګوزارونه کړي وو چې له امله یې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان وو. له برید وروسته د ایران په ځینو سیمو کې پر افغانانو بریدونه شوي او له هغوی سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي. دغه راز ایرانیانو دلاریونونو پر مهال له دغه هېواده د افغانانو د ایستلو غوښتنې هم کړې دي.
































