د افغانستان د ا.ا د کورنيو چارو وزارت وايي چې سر له نن په ټول هيواد کې د پاسپورټونو د ويش بهير بيا پيل شوی دی. د کورنيو چارو وزارت يوې خبرپاڼه کې په دې تړاو ويل شوي چې د پاسپورټونو لپاره انلاين نومليکنه د نن له دوولسو بجو وروسته پيل کيږي او د روژې په اوږدو کې به هره ورځ دوو زرو کسانو ته له دې لارې پاسپورټونه ويشل کيږي. د کورنيو چارو وزارت وايي چې نومليکنه محدوده نه ده او هر هغه چا ته به په نوبت پاسپورټونه ويشل کيږي چې نومليکنه کوي.
































