د افغانستان بانک ویلي، چې سبا یکشنبه ۱۳ میلیونه امریکايي ډالر په لیلام ډول پلوري. دغه بانک په دې داوطلبۍ کې له سوداګریزو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، د ګډون غوښتنه کړې ده. د افغانستان بانک زیاته کړې، د لیلام ګټوونکي اړ دي، څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي. یاد بانک زیاته کړې، چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د لیلام ګټونکی اړ دی، د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نقدي ډول او ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري. د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې که څه هم افغانۍ د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت زیات کړی؛ خو د راپورونو له مخې لا هم بازار کې د خوراکي توکو بیې لوړې دي.
































