په وارسا کې د بسپنې راټولولو په غونډه کې مرستندیو هېوادونو او سازمانونو له اوکراین سره د نږدې ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د مالي مرستې او پور ورکولو ژمنه وکړه. د دغو مالي مرستو هدف پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته، نورو هېوادونو ته د اوکراین د کډوالو شویو او داخلي بې ځایه شویو لاسنیوی ګڼل شوی دی. د نږدې ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د مالي مرستې او پورونو دغه ژمنه پرون په هغه غونډه کې وشوه چې د بېلابېلو حکومتونو، کمپنیو استازو او نورو اشخاصو پکې برخه اخیستې وه. د دې غونډې کوربه پولنډ و چې تر اوسه یې د اوکراین څه باندې ۲ نیم ميلیونو کډوالو ته پناه ورکړې ده.. په ياده غونډه کې د اوکراین د داخلي بېځایه شویو د ملاتړ لپاره د ۲ میلیارده ډالرو او له اوکراین څخه ګاونډیو هېوادونو ته د کډه شویو وګړو د ملاتړ لپاره د ۷ نیم میلیارده ډالرو مالي مرستې ژمنه وشوه. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته څه باندې ۴ ميلیونه او ۴۴۱ زره ۶۶۳ کسان له خپل هېواد څخه کډه شوي دي. دا تر دويمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې د کډوالو تر ټولو لویه جوپه ګڼل کېږي.
































