د هرات ولایت امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې د ا.ا اته تنه امنیتي کسان مړه شوي دي. چارواکي وایي چې دا پېښه نن مخکې له غرمې د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ اړوند د هرات-اسلام کلا پر لویه لار باندې له یو باروړونکي ټیلر موټر سره د رینجر د ټکر له امله رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې اته تنه امنیتي کسان مړه شوي او یو بل ټپی شوی دی. د چارواکو په خبره، پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
































