نوي حکومت قطر ته د هوايي ډګر د مسوولیت اخیستو لپاره مشخص وخت ټاکي. د افغانستان حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې له قطري شرکت سره دې خبرې وکړي او دوی ته دې یو ټاکل ضرب الاجل مشخص کړي څو په همدې موده کې د کابل هوايي ډګر د مسوولیت اخیستو جوګه وي.
وروسته له هغه چې په افغانستان کې پخوانی حکومت سقوط شو نو د هوایي چلند په برخه کې د مسلکي کسانو د نه لرلو له امله نوی حکومت د بهرنیو مرستې ته اړ شوی دی. قطر او ترکیه هغه هېوادونه دي چې ددغه هوايي ډګر د مسوولیت اخیستو خبره کوي.
ترکیه وايي له افغان لوري سره یې خپل شرایط شریک کړي دي او په دې تړاو بحثونه به ژر پایلې ته نږدې شي.
































