عمران خان له خپلو پلویانو د لاریونونو د پراخولو غوښتنه کړې ده. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ادعا کړې چې ګواکي دده حکومت د امریکا له لوري ختم شوی او په خبره یې پلویان یې باید د روانې سپینې کودتا پر وړاندې ودرېږي.
هغه له خپلو پلویانو مننه کړې چې د امریکایي دسیسې ضد لاریونونه کوي او په خبره یې د دې کودتا مشري هغه کسان کوي چې باید په زندانونو کې پراته وی. عمران خان یې پر پلویانو غږ کړی چې یوازې په پاکستان کې نه بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دې خپل لاریونونه پراخ کړي او د امریکايي دسیسې پر وړاندې دې ودرېږي.
عمران خان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تېره شپه د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د روان وضعیت ضد او د عمران خان په ملاتړ لاریونونه روان وو.































