د چیچنیا جمهوریت مشر رمضان قديروف ويلي، روسيه به پر ماريوپول سربيره د اوکراين پر پلازمينې کېف او نورو ښارونو هم بريدونه پيل کړي. د اوکراين په جګړه کې د مسکو دغه ملاتړي نن پر انسټاګرام خپاره کړي ويډيويي پيغام کې ويلي چې روسيه به د اوکراين په ختيځ کې له لوهانسک او دونتسک سيمو تر لاندې کولو وروسته کېيف او نور ښارونه هم ونيسي. هغه ويلي چې له خپلې دې موخې به يو ګام هم پر شا نه شي. د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د اوکراين په ختيځ کې د دغه هيواد ځواکونه له روسيې سره خورا منظمه جګړه کوي.
































