افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو پر دوام نن ۳۲ میلیون ډالر نغدي مرسته کابل ته را رسېدلې ده. د افغانستان بانک ویلي چې له افغانستان سره د بشرپاله مرستو پر دوام د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو بله کڅوړه نن کابل ته را رسېدلې ده. د یاد بانک په خبره، دا مرسته به په هېواد کې د بشري او اقتصادي ناورین د کنټرول برخه کې ګټوره ثابته شي او دغه راز به د افغانۍ ارزښت لوړوالي سره هم مرسته وکړي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته امریکا په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان مالي شتمني کنګل کړې ده چې ورسره جوخت په هېواد کې اقتصادي او بشري وضعیت ترینګلی شوی دی.
































