د افغانستان بانک صرافيو ته خبرداری ورکړی چې که د فعاليت جوازونه وانخلي نو کاروبارونه به يې وتړل شي. د افغانستان بانک وياند نن د يوه ويډيويي پيغام په خپرولو سره دغه راز ويلي چې د پولي خدمتونو او صرافۍ ځينې شرکتونه له جواز پرته خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکوي. ده يادو شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د فعاليت د جواز د اخيستلو لپاره دې د افغانستان بانک ته مراجعه وکړي که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي. د افغانستان بانک له خلکو هم غوښتي چې د خپلو پولي معاملاتو د خونديتابه لپاره دې د جواز نه لرونکو شرکتونو او صرافيو سره معاملې نه کوي.
































