کابل ښار کې یو شمېر مدني فعالانو له افغان کډوالو سره د ايرانيانو د غيرانساني چلند په غبرګون کې احتجاجونه وکړل. د ايران سفارت ته نږدې او د عامې روغتيا څلور لارې کې راټولو شويو ځوانانو او مدني فعالانو پر ايرانيانو غږ وکړ چې پر افغان کډوالو دې له ظلم او زياتي لاس واخلي. په دوی کې ځينو لا ويل چې ايران بايد د افغانانو د وينو تويولو حساب ورکړي. تر دې وړاندې پرون په خوست او هرات ولايتونو کې هم د ايرانيانو له لوري د افغان کډوالو د ځورولو په غبرګون کې لاريونونه شوي وو. دا لاريونونه تر هغې وروسته پيل شوي چې په وروستيو کې د ايراني پوليسو او عامو خلکو له لوري د افغان کډوالو د شکنجې او ځورولو ګڼ رپوټونه خپاره شول. که څه هم د ايرانيانو دا چلند په نړيواله کچه غندل شوی خو په افغانستان کې يې د خلکو دومره غوسه را پارولې ده چې پرون يې په هرات کې د دغه هيواد د کونسلګرۍ دروازې ته اور ورته کړ.
































