د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې تازه په پکتیکا کې هم دیني علماوو په یوه غونډه کې ددغه ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده. په پکتیکا کې دیني علماوو په یوه غونډه کې د افغانستان پر نوي حکومت غږ کړی چې د ښوونځیو دروازې په بشپړه توګه د نجونو پر مخ پرانیزي او په خبره یې اسلامي شریعت په دې برخه کې هېڅ راز ممانعت نه لري. دوی وایي د دیني علماوو مسوولیت دی چې په دې برخه کې رښتینې خبر له خپل ولس سره شریکه کړي.
دوی وايي په اسلام کې ښځو او ددوی عزت ته پوره درناوی موجود دی نو نوي حکومت ته په کار ده چې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.
تر دې وړاندې په ګڼو نورو ولایتونو کې هم دیني علماوو له نوي حکومت غوښتي چې د ښوونځيو د تړل کېدو په تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي او له لومړي تر دوولسم ټولګي ټولو نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.
































