امریکا په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښوودلې ده. د بشري حقونو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې راغلي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د بشري حقونو په وضعیت کې شاتګ رامنځ ته شوی دی.
دغه وزارت وایي دوی په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه اندېښنه لري او تمه لري چې ژر تر ژره نوی حکومت د بشري حقونو په تړاو پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي. دوی د ښوونځيو تړل کېدل، له کار او رهبرۍ څخه د ښځینه وو محرومېدل او ځينو نور موارد د بشري حقونو په برخه کې تر پښو لاندې شوي موارد یاد کړي دي. خو افغان حکومت بیا وایي چې دوی د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د هر افغان حق ته درناوی لري.
































