په نیویارک کې په یوه وسله وال برید کې دیارلس کسان ټپيان شوي دي. امریکايي رسنۍ وایي چې د نیویارک په بروکلین میترو سټېشن کې یوه وسله وال کس چې د ګاز ضد ماسک یې اچولی و، پر خلکو ډزې کړې دي او دیارلس کسان یې ټپيان کړي دي. دوی وايي چې په ټپيانو کې د ځينو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی. امریکايي پولیس وايي چې د برید اصلي انګېزه نه ده روښانه او بریدګر هم له سیمې په تېښته بریالی شوی دی، خو پلټنه یې روانه ده. په وروستیو کې د امریکا په بېلو ایالتونو کې ورته بریدونه ډېر شوي دي چې وخت ناوخت درنه مرګ ژوبله اړوي او امریکایي وګړي یې هم سخت اندېښمن کړي دي.
































