د آیسلنډ د بهرنیو چارو وزارت له لوري په ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتونکي دي. په دې اعلامیه کې د ډنمارک، فنلند، استونیا، یونان، جورجیا، لیتوانیا، ناروې او نوي زیلانډ لومړي وزیرانو او ولسمشرانو له افغان حکومت غوښتي چې افغان نجونو ته د زده کړو او کار فرصت برابر کړي او اجازه ورکړي چې د خپل هېواد په ابادولو کې ونډه واخلي. دوی ټینګار کوي چې افغان نجونې دې ښوونځيو ته لاړې شي، بشري حقونه یې دې رعایت شي او د ټولنې ستره برخه وګړي دې له علم او پرمختګ نه راګرځول کېږي. تر دې وړاندې ګڼو نورو هېوادونو هم له افغان حکومت غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروزاې په بشپړه توګه پرانیزي.
































