امریکا وایي کره معلومات یې ترلاسه کړي چې روسیې په اوکراین کې کیمیاوي وسلې کارولې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، دې چارې سخت خواشینی کړی دی او په خبره یې ښایي د روسیې پر وړاندې محدودیتونه او بندیزونه نور هم پراخ شي.
بلینکن وایي دوی داسې حیرانوونکي او کره معلومات ترلاسه کړي چې ښيي روسیې په اوکراین کې کیمیاوي وسلې کارولې دي.
دده په خبره دغه وسلې په ماریپول کې کارول شوې دي. روسیې پر اوکراین د خپل یرغل له پيله په ماریپول کې تر ټولو ډېره جګړه کړې ده، خو له پراخو ویجاړیو او بریدونو سره سره لا هم ددغه ښار په نیولو نه دي بریالي شوي.
































