د ښار جوړولو او ځمکو وزارت چارواکو ويلي، د پلازمېنې کابل په قصبې سیمه کې د معلولو ماشومانو لپاره د روزنتون طرحه بشپړه شوې ده. د یاد روزنتون د جوړولو لپاره ۱،۲ هکټاره ځمکه په پام کې نيول شوې چې روزنیزې، استوګنيزې، روغتیايي، ورزشي او تفریحي برخې لري او د ۱۰۰ معلولو ماشومانو لپاره پکې د ښوونې او روزنې زمینه برابريږي. د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د څلویښت کلنې جګړې له کبله زرګونه ماشومان معلول شوي چې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.
































