پخواني ولسمشر حامد کرزي په پکتيکا کې د ديني عالمانو د هغې غونډې هرکلی کړی چې پکې د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو او مېرمنو د حقونو د تضمين غوښتنه شوې وه. د حامد کرزي دفتر په همدې تړاو خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې د ديني عالمانو ورته غونډې د افغانستان د خلکو د علم پالنې څرګندويي کوي. پخواني ولسمشر دغه راز پر سرپرست حکومت غږ کړی چې د علماوو غوښتنو ته درناوی وکړي او د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانيزي. د يادونې وړ ده چې د پکتيکا ديني عالمانو په وروستۍ غونډه کې د نجونو زده کړې د ټولنې اړتيا بللې وه او پر ا.ا يې غږ کړی و چې ښوونځي يې ژر تر ژره پرانيزي. وړاندې د پوهنې وزارت د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه کړې وه خو له خپلې دې ژمنې هغه مهال په شا شول چې نجونې د نوي تعليمي کال په پيل سره د ښوونځيو دروازو ته ورسيدې. د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې د نجونو ښوونځي به د خپل مشر تر امر وروسته پرانيزي.
































