په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي د افغانستان د روغتيا سکتور ملاتړ ته ادامه ورکوي. دې ادارې پر خپل ټویټر لیکلي چې اوس مهال په ټول افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو مسوولیت ور په غاړه دی چې دوی ټول امکانات او روغتیايي تجهیزات ورته برابروي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې د معلوماتو په اساس دغه اداره اوس مهال په ټول افغانستان کې د څه باندې ۱۰ زرو روغتیايي کارکوونکو میاشتني معاشونه هم ورکوي. سره صلیب ویلي چې د افغانستان له روغتیايي نظام په ملاتړ سره به په دغه هیواد کې په میلیونونو کسان روغتیايي خدماتو ته لاسرسی پيدا کړي.
































