د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې يا اوچا ويلي چې سویډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۷.۲ میلیونو ډالرو مرسته کړې ده. په دې سره سويډن درېيم لوی هيواد شو چې له ۲۰۱۴ کال راهيسې يې له افغانستان سره ټولټال ۸۲ ميليونه ډالره مرسته کړې ده. په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د ۲۰۲۲ میلادي کال لپاره د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د استرالیا، بلجیم، جرمني، قبرس، کاناډا، انډورا، ډنمارک، ایسلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، مالټا، هالنډ، ناروې، سویډن، فلیپین او سویس له همکاريو مننه کړې ده. یوناما ویلي چې یادې مرستې به پر میلیونونو افغانانو وويشل شي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس اوس مهال شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي او ۹۵ سلنه اوسېدونکي يې بيا کافي خواړه نه لري.
































