امریکا له اوکراین سره د لا ډېرو وسلو او مهماتو مرسته اعلان کړه. د امریکا ولسمشر جو بایډن شاوخوا یو ساعت له ویلادیمیر زیلنسکي سره تلیفوني مکالمه لرله او له هغه سره یې پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي. بایډن وایي چې د روسیې پر وړاندې له اوکراین سره د متحدو هېوادونو مرستې اغېزناکې تمامې شوې دي او د مسکو لپاره یې ویجاړوونکې پایلې لرلې. بایډن زیاته کړې چې دوی به له اوکراین سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. امریکا وایي چې په تازه اقدام کې به د اته سووه میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات اوکراین ته ورکوي څو د روسیې د یرغل پر وړاندې له خپل ځان دفاع وکړي.
































