د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي طالبان په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له حضور پیسې ګټي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې پر یوه لیکنه غبرګون ښودلی دی. دغه ورځپاڼې ویلي وو چې ټرمپ په افغانستان کې خپلسرې او عجولانه پرېکړې کوي. خو ټرمپ وایي دی هر ګام په پوره دقت پورته کوي. د ډونالډ ټرمپ په وینا ان طالبان هم د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه یوه خوله نه دي او دوی په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له حضور ډالر ګټي او ګټې کوي. نوموړي په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی. ټرمپ همدا راز ویلي چې په افغانستان کې یې له لومړیو کلونو پرته نور ټول ۱۹ کلن حضور بې هدفه و او هېڅکله امریکايي سرتېرو د ګټلو لپاره جګړه نه ده کړې، نو ځکه ددې اړتیا ده چې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي او د پولیسو په څېر د څارنې او ګزمې دنده پرېږدي.
































