د افغانستان امریکايي پوهنتون د ۲۰۲۲ تحصلیي کال لپاره د زده کړيالانو نوملیکنه پیل کړې ده. دغه پوهنتون په یوه اعلامیه کې ویلي چې نویو جذب شویو محصلینو ته به د عراق د کردستان په سلیمانیه، په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا په امریکايي پوهنتون او دغه شان د امریکا په بارد کالج کې د زده کړو زمینه برابره شي. په اعلامیه کې ویل شوي چې له افغانستانه هم د انلاین زده کړو مینه وال مني. اعلاميه کې دغه راز خبر ورکړل شوی چې راتلونکی کال به د قطر په مرکز دوحه کې هم د افغانستان د امریکايي پوهنتون څانګه پرانیستل شي. تر دې وړاندې په امریکا کې د قطر سفیر مشعل بن حمد الثاني ویلي وو چې د یوې هوکړې له مخې به د افغانستان امریکايي پوهنتون دوحې ته انتقال شي.
































