په فليپين کې د اورښتونو او سيلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۳ ته ورسيد. انګليسي انډېپېنډېنټ ورځپاڼې د فليپين د پوځ د چارواکو له قوله ويلي چې د ژغورنې عمليات يې روان دي خو د سختو بارانونو او ځمکې ښووېيدنې له کبله تر خاورو لاندې خلک په چټکۍ سره نه شي را ايستلی. دوی ويلي چې تر دې مهاله يې يوازې د ۱۲۳ تنو جسدونه را ايستلي دی. فليپين له ګڼو ټاپوګان جوړ هيواد دی چې هر کال پکې په اوسط ډول ۲۰ توپانونه الوځي. په دغه هيواد کې په ۲۰۱۳ کال کې د هايان په نوم توپان ۶۳۰۰ تنه او د تېر کال په ډسمبر مياشت کې بيا د رای په نوم توپان ۴۰۵ تنه ووژل. د مګي په نوم د وروستي توپان د ټولو قربانيانو شمېر لا نه دی اعلان شوی خو راپورونو کې ويل شوي چې په کانتاګنوس سيمه کې يې سخت ويجاړی کړی دی.
































