د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هېواد کې د وزګارتیا د کچې په راټیټولو کار کوي او وايي چې دا کار د زمینې په برابرولو سره به دې کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي. د دې وزارت مرستیال له اړوندو رییسانو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي، چې د ټاپي او قوش تیپې د پروژو په پیل سره به د کار ډېرې زمینې برابرې شي. کارپوهان وايي، پکار ده چې دولت لومړی د وزګارتیا عوامل وڅېړي او وروسته په افغانستان کې خصوصي سکټور ته د لا ډېرې پانګونې لپاره زمینه برابره کړي څو د وزګارتیا کچه راټيټه شي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خبره د ودانیزو پروژو د کار پیل کولی شي، ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، د قوش تیپې او ټاپي پروژې یې بېلګې دي خو تر دې مهاله په هېواد کې د ټاپي پروژې عملي کار نه دی پیل شوی.
































