په پاکستان کې پر پوځیانو د دوو جلا جلا بریدونو په نتیجه کې ۸ تنه وژل شوي دي. لومړی برید پرون ناوخته د شمالي وزیرستان د دته خیل په سیمه کې د پوځیانو پر موټر وشو. برید کوونکو د پوځیانو پر موټر چې د حرکت په حال کې وو برید کړی. په دې برید کې ۷ تنه پولیس وژل شوي دي. همدارنګه د شمالي وزیرستان د عشام په سیمه کې هم د وسله والو کسانو او پولیسو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یو تن امنیتي کس وژل شوی دی. پاکستاني پولیسو ویلي چې له دې بریدونو وروسته په سیمه کې د وسله والو د نیولو په موخه ېې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
































