د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره د افغانستان اړوند مسایلو خبرې کړي. جې شنکر چې امریکا ته په رسمي سفر تللی په خپل ټوېټ کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره یې د افغانستان په وروستیو تحولاتو بحث کړی دی. د هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیران دا اوونۍ له خپلو امریکایي سیالانو سره هم د افغانستان په حالاتو غږېدلي. د راپورونو له مخې دواړو لوریو په طا لبانو غږ کړی چې ډاډ ورکړي افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د برید لپاره بیا نه کارول کېږي. هند په سیمه کې د افغانستان یو لوی مرستندویه ملګری دی خو د ا.ا په بیا واکمنېدو سره یې له بیړنیو بشري مرستو پرته په افغانستان کې کومه پراختیايي پروژه مخته نه ده وړې.
































