د ا.ا د پوهنې وزارت یو وار بیا ویلي چې د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره هڅې دوام لري. د دغه وزارت ویاند عزیزاحمد ریان د پاک افغان جرګه په نوم په یوه انلاین غونډه کې ویلي، چې حکومت جدي کار کوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره میکانېزم جوړ او عملي شي. که څه هم ده وویل چې په دې لړ کې پرمختګونه شوي خو ویې نه ویل چې څومره یا څه ډول پرمختګونه.
































