د امریکا دفاع وزارت وایې اوکراین ته د نورو پوځي وسایلو ترڅنګ، ۱۱ هغه ایم آی اوولس روسۍ چورلکې ورکوي چې افغانستان ته یې ساتلې وي. پنټاګون وایي، له دې وړاندې د تېر کال په وروستیو کې هم افغانستان ته ځانګړې شوې پنځه ورته چورلکې اوکراین ته ورکړل شوې دي. امریکا له دې وړاندې افغانستان ته له د غو چورلکو ۳۲ کړي او د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه، په راتلونکو کلونو کې د نورو چورلکو او الوتکو ترڅنګ ډيرې نورې ایم ای اوولس ډول هم افغان هوایي ځواک ته ورکړي. خو له کله چې په افغانستان کې نظام واوښت او ورسره د امریکا او افغانستان ترمنځ د پوځي همکاریو تړونونه وځنډېدل، دغه هیواد په افغانستان کې د طا لبانو له اوسني حکومت سره پوځي مرستې هم بندې کړې.
































