له ایران راستانه شوي کډوال د ایراني لوري له سخت ناوړه چلند شکایت کوي. هغه کډوال چې تازه په تازه له ایران رااړول شوي وايي، چې د ایراني وګړو او په تېره بیا د ایراني حکومت له سخت ناوړه چلند سره مخ شوي دي.
دوی وایي دغه هېواد د افغانانو هېڅ ډول بشري حقونو ته درناوی نه کاوه او له ټولو ممکنو لارو یې د دوی ځورولو، وهلو ټکولو او شکنجه کولو ته ادمه ورکړې ده. په وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند زیات شوی دی چې د افغان حکومت او په افغانستان کې یې د ګڼو وګړو غبرګونونه پارولي دي.
د بشري حقونو د څار نړیوالو اداراتو هم د افغان کډوالو پر وړاندې د ایراني حکومت چلند غندلی و او هغه یې غیر انساني بللی دی.
































