تاجکستان وایي د افغان کډوالو لپاره یو ځانګړی کمپ جوړوي. د تاجکستان دولتي خبري اژانس وایي چې په وروستیو کې ددې احتمال ډېر شوی چې تاجکستان ته د افغان کډوالو جوپه ورشي نو له همدې امله دوی پرېکړه کړې چې ددغه هېواد په جنوب کې د کډوالو د ځای پر ځای کولو کمپ جوړ کړي.
په دغه کمپ کې به ګڼې خیمې موجودې وي، چې په هغه کې به پخلنځی، حمام او نور اړین موارد شامل وي. بلخوا افغان حکومت وايي دوی د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه له نړیوالو بنسټونو سره خبرې پيل کړې دي. د چارواکو په خبره په نږدې ورځو کې به د کډوالو د نړیوالې ادارې، ایران او افغانستان ترمنځ د کډوالو د وضعیت په اړه درې اړخیزه غونډه وشي او په هغه کې به پر مهمو مسایلو بحثونه کېږي.
































