د افغانستان د ا.ا د رييس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر ويلي چې ښايي ډير ژر د نجونو ټول ښوونځي پرانيستل شي. هغه چې فراه ولايت ته د خپل سفر پر مهال وينا کوله د جزياتو له ورکولو پرته وويل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره به ښه ګامونه پورته شي. د ملا برادر دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې تر دې وړاندې د ا.ا د پوهنې وزارت د نجونو د ښوونځيو پرانستلو ته د خپل چمتووالی ډاډ ورکړی. د پوهنې وزارت چارواکي وايي، که د ا.ا مشرتابه ورته د ښوونځيو د پرانيستلو امر وکړي دوی به له ځنډ پرته ټول ښوونځي پرانيزي.
































