پاکستاني هوايي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خوست په سپيره ولسوالۍ کې د وزیرستاني مهاجرینو پنډغالي بمبار کړي دي. د خوست د امنیې قومندانۍ ویاند مستغفر ګربز د پاکستاني هوايي ځواکونو بمبار تایید کړی دی. هغه ویلي چې پاکستاني ځواکونو د سپيرې ولسوالۍ مندته، امیرسپر، پڅې میلې او شکوڼي سیمې بمبار کړي دي. د خوست ځايي خلک وایې چې د وزیرستاني بې ځایه شویو پر یوه کمپ پاکستاني الوتکو بمبار کې تر ۳۰ ډیر کسان وژل شوي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي. همدارنګه په تولنیزو رسنو کې په یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې د خوست په بمبارۍ کې ښځې او ماشومانو په ګډون یو شمېر کسان وژل شوي دي. تر دې دمه د پاکستان حکومت د افغانستان هوايي حریم د نقض او د افغانستان پر خاوره د تیري په اړه څه نه دي ویلي.
































