روسیې اعلان کړی چې د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن یې دغه هېواد ته له ورتګه بند کړی دی. د روسیې حکومت ویلي دا ګام یې د اوکرایین د جګړې په تړاو د بریتانیا د تاوتريخجن چلن په ځواب کې پورته کړی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي پر جانسن سربېره د بریتانیا د بهرنیو چارو او دفاع د وزیرانو په ګدون د دغه هېواد لس نور چارواکي او سیاستوال هم روسیې ته له ننوتلو منعه شوي دي. په دې تړاو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي دا ګام يې د بریتانیا د حکومت د بې ساري خصمانه عمل، په ځانګړې توګه د دغه هېواد له خوا د روسیې پر جګپوړو چارواکو د بندیزونو د لګولو په غبرګون کې کړی دی. مسکو تر دې وړاندې د امریکا پر ولسمشر جو بایډن او یو شمېر نورو امریکايي چارواکو هم روسيې ته د ننوتلو بنديز لګولی و.
































