اروپايي ټولنې پر روسیې لا ډېر بندیزونه وضع کړل. د اروپايي کمیسیون مشرې اورزلا فن درلاین په تازه څرګندونو کې ویلي چې د بندیزونو شپږم پړاو به یې ډېر ژر د روسیې مهمې اقتصادي برخې په نښه کړي. د نوموړې په خبره تر ټولو مهم هدف چې په دې بندیزونو کې به اغېزمن شي هغه د روسیې تر ټولو ستر بانک دی.
اروپايي ټولنې همدا راز ویلي چې د روسیې د انرژۍ برخه به هم په دې بندیزونو کې شامله وي چې د روسیې لپاره به سختې او نه جبرانېدونکې اقتصادي پایلې ولري. اروپايي کمیسیون دغه راز خبرداری ورکړی چې که روسیه اوکراین کې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړي نو د بندیزونو نور پړاوونه به هم عملي کړي.































