د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان ته یوه میاشت وخت ورکړی، څو په دغه سازمان کې بنسټیز اصلاحات راولي، که نه له دغه سازمان سره به مرستې ودروي او پر غړیتوب به یې له سره کتنه وکړي. د سکای نیوز د خبر له مخې ټرمپ ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د کرونا ویروس په اړه خپاره شوي راپورونه بابیزه ګڼلي دي. نوموړي ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس په اړه ضد او نقیض راپورنه خپاره کړل، چې له خلکو یې لاره ورکه کړه. امریکا د روغتیا نړیوال سازمان تر ټولو ستر مالي ملاتړی هېواد دی، چې په کلني ډول له دې سازمان سره ۴۵۰ میلیون ډالره مرسته کوي. په دې وروستو کې دغه سازمان د امریکا له سختو نیکو سره مخ دی او د امریکایي چارواکو په خبره چې یاد سازمان د کرونا ویروس په کنټرول او په دې برخه کې پر وخت د نویو معلوماتو په خپرولو کې پاتې راغلی دی. د امریکا د روغتیا وزیر الکس ایزار ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا د مخنیوي په موخه د معلوماتو په رسولو کې ناکام و، چې دغه څه د نړۍ په کچه د ګڼ شمېر خلکو د مړینې لامل شو. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددې کار په غبرګون کې پر دغه سازمان د امریکا مرستې وځنډولې. خو د روغتیا نړیوال سازمان دغه تورونه ردوي او وایي، چې کرونا ویروس یوه نوې پدیده ده او دوی په علمي سپارښتنو عمل کړی دی.































