د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، تیره مارچ میاشت کې يې افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ۳۵زرو او ۷۰۰ ماشومانو درملنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د تغذيې د برخې مسوولې ميلاني ګالوين ويلي، اټکل کيږي چې د روان کال تر پايه ښايي ۳.۲ ميليونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي چې دوی يې د ۱.۱ ميليون هغو د درملنې لپاره تدابير نيولي دي. یونیسف یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که چیري په دي برخه کې جدي اقدامات ونه شي، ښايي يو ميليون افغان ماشومان تلف شي. مېرمن ګالوین تر دې وړاندې هم افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه او ویلي يې وو چې ددغه وضعیت دوام به د مور او ماشوم د مړینې زیاتوالي لامل شي. هغې همدارنګه ویلي وو چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې ترڅنګ باید د ځینو کورنیو سره د خوراکي موادو د را نیولو په برخه کې نغدي مرسته هم وشي.
































